د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزه موسسه

د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزه موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د ۱۱/ ۹/ ۱۳۹۶ نیټې او ۴۳۸۸ شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر ده. د دغې موسسې د جوړیدو موخه د افغانستان په لري پرتو سیمو کې د افغان ښځو او انجونو د پوهې، تربیې او د هوسا ژوند لپاره د آسانتیاوو چمتو کول دي. د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزه موسسې تل هڅه کړي چې د افغان ښځو او انجونو د پرمختګ لپاره د زده کړو فرصتونه رامنځته کړي، دغه بنسټ د هیواد په کابل، کاپیسا، ننګرهار، کنړ، لغمان او بدخشان ولایتونو کې د ښځو او انجونو د وړتیاوو لوړولو او توانمند کیدو په موخه روزنیزپروګرامونه، د سواد د زده کړو برنامه، د سولې ترویج او نورو بیلابیلو برخو کې دوامداره فعالیتونه ترسره کړي دي. دغه موسسه په دي باور ده چې د ټولنې نیمايي برخې یعني د ښځو او انجونو له ښوونې او روزنې څخه پرته په افغانستان کې سوله او شګوفايي ناشونې ده، له همدې امله په هیواد کې د افغان میرمنو او انجونو لپاره د تعلیمي او هوسا ژوند د مهارتونو د زده کړود آسانتیاوو رامنځته کول، زموږ ماموریت ده

پیام

د مخ پرودې، پرمختللي او تل پاتي افغاني ټولنې لپاره د ښځو زده کړه خورا اړینه بلل کیږي خو په خواشینۍ سره


بشپړ مطلب

لید لوری

د ښځو او انجونو د پرمختګ، ښیرازی او بریالیتوب په موخه د تعلیمي آسانتیاوو رامنځته کول


بشپړ مطلب

ماموریت

زموږ ماموریت د افغانستان په لري پرتو سیمو کې افغانانو، په ځانګړي توګه د ښځو او انجونو لپاره د تعلیمي او معیشتي فرصتونو رامنځته کول، دی.


بشپړ مطلب

زموږ پروژې

د سکالرشیپ پروګرام

د ښوونځيو ښځینه ښوونکو ته د تحصیلي بورسونو ورکړه هم د افغانستان ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې یو له هغو پروګرامونو څخه دی

بشپړ مطلب

تقویتي پروګرام

د زده کوونکو لپاره تقویتی پروګرام د افغانستان ځلانده ستورې موسسې یو له هغو تعلیمي پروګرامونو څخه دی

بشپړ مطلب

د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام

د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام د افغانستان د ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې د زده کړو یو له هغه پروګرامونو څخه دی چې اساسي موخه يې

بشپړ مطلب

د کانکور آزموینې لپاره د چمتوالي پروګرام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې محترم وزارت او د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزې موسسې

بشپړ مطلب

له ښوونځي مخکي تعلیماتي پروګرام

د افغانستان ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې او د پوهنې محترم وزارت ترمنځ په هوکړه لیک کې

بشپړ مطلب

د ویدیو ګالری

د موسسې په اړه

د افغانستان د زده کړو ځلانده ستوري موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د 11/9/1396 نیټې او 4388 شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او ر اجستر ده.


بشپړ مطلب
  •   328 شمیره کور، د قلعه فتح الله 6 سړک، کابل، افغانستان
  •   055 902 790 (0) 93+
  • info@sseoa.af