
د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام
د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام د افغانستان د ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې د زده کړو یو له هغه پروګرامونو څخه دی چې اساسي موخه يې د هیواد په لرو پرتو سیمو کې هغو میرمنو ته چې د بیلابیلو ستونزو له امله پر دي ندي توانیدلي چې لیکل او لوستل زده کړي، د سواد د زده کړو آسانتیاوي برابر شي. همدارنګه د حرفي زده کړه د دغې برنامې بله برخه جوړوي چې ښځینوو ته د شغل او کار د زده کړو آسانتیاوي برابروي چې میرمنې وکولای شي په خپل لاس د ځان بساینې لور حرکت وکړي.
د غه پروګرام په کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې پلی کیږي چې ۲۵۹۰ میرمنو ته ته يې د سواد او حرفي د زده کړو آسانتیاوي برابري کړي چې شرحه يې په لاندې جدول کې لیدلای شئ:
شمیره |
ولایت |
د مرکزونو شمیر |
د زده کوونکو شمیر |
کتنې |
۱ |
کابل |
۲۴ |
۸۴۰ |
|
۲ |
ننگرهار |
۸ |
۲۸۰ |
|
۳ |
لغمان |
۸ |
۲۸۰ |
|
۴ |
کنړ |
۸ |
۲۸۰ |
|
۵ |
کاپیسا |
۸ |
۲۸۰ |
|
۶ |
بدخشان |
۱۸ |
۶۳۰ |
|
مجموع |
۷۴ |
۲۵۹۰ |
|
د یادونې وړ ده چې د پروګرام په پیل کې زده کوونکو ته درسي توکي د موسسې لخوا چمتو کیږي او هره میاشت د اړتیا وړ قرطاسیه هم شاګردانو ته ویشل کیږي.