پیام

د مخ پرودې، پرمختللي او تل پاتي افغاني ټولنې لپاره د ښځو زده کړه خورا اړینه بلل کیږي خو په خواشینۍ سره

 

 بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

درنو هیوادوالو!

 

د مخ پرودې، پرمختللي او تل پاتي افغاني ټولنې لپاره د ښځو زده کړه خورا اړینه بلل کیږي خو په خواشینۍ سره د هیواد په ډيری سیمو کې دا لړی له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده. په ځانګړي توګه؛ کله چې د ښځو د زده کړو،  کار، ټولنیز، سیاسي او اقصادي برخو کې د فعالیتونو موضوع مطرح کیږي.

 

زه باور لرم، که چیرته د ښځو د تحصیل او زده کړو له مخې موانع لري نکړو او ښځې د ټولني برابر حق لرونکو په توګه زده کړو ته  لاس رسی ونلري، هیواد به هیڅ کله  د پرمختګ او ښیراځۍ په لور یو ګام هم اوچت نکړي.

 

د هیواد په ډيری ولایتونو کې ښځې زده کړو ته لاس رسۍ نلري او د انجونو ښوونځي، تړلي او یا هم بلکل شتون نلري. د امنیتي ستونزو له امله یو شمیر کورنۍ دي ته ندي حاضر چې خپل لورګاني ښوونځیو ته واستوي او یو شمیر نوري یی د ښځو ښوونکو د نشتون له امله خپل لورګانو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځې ته لاړ شي. بیوزلي او بیځایتوب هغو نورې ننګوني دي چې د ښځو د زده کړو پروړاندې موجود دي.

 

افغانان د هلکانو د زده کړو په پرتله، د انجونو زده کړو ته دومره پام نکوي او حتي تر دي چې د منځنیو ښوونځيو تر کچې ډير لږ ښوونځي شتون لري. په ولایاتو کې د ۵۰ سلنه ښوونکو له ډلې یواځې ۲۰ سلنه ښوونکي، ښځینه دي. اکثر ماشومان په ځانګړي توګه انجوني او ښځې د ښونځیو د لیري والي له امله نشي کولای چې ښوونځيو ته حاضر شي.

 

د افغانستان ځلانده ستوري ښوونیزه موسسه هڅه کوي تر څو  افغان انجونو او ښځو ته د ښوونې ښه او مناسب چاپیریال برابر کړي او همدارنګه د مهارت او معیشتي پروګرامونه د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ښځو لپاره چمتو کړي، دا آسانتیاوي به وکولای شي چې د ښځو د بریالیتوب سبب شي، او  پایله به يې د افغانستان د پرمختګ او شګوفايي لامل او دا هیواد به په نړی کې د یو  مترقي او صلح دوست هیواد په توګه وپیژندل شي، موږ پوهیږو چې دا اتفاق به رامنځته کیږي.

 

(اوموږ باورمند یو چې دا اتفاق به رامخته کیږي)

 

ومن الله التوفیق

 

عبدالسبحان مصباح

 

د افغانستان  ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې اجرائیوي رئیس

 

د موسسې په اړه

د افغانستان د زده کړو ځلانده ستوري موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د 11/9/1396 نیټې او 4388 شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او ر اجستر ده.


بشپړ مطلب
  •   328 شمیره کور، د قلعه فتح الله 6 سړک، کابل، افغانستان
  •   055 902 790 (0) 93+
  • info@sseoa.af