له ښوونځي مخکي تعلیماتي پروګرام

د افغانستان ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې او د پوهنې محترم وزارت ترمنځ په هوکړه لیک کې

 

له ښوونځي مخکي تعلیماتي پروګرام

 

 د افغانستان ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې او د پوهنې محترم وزارت ترمنځ په هوکړلیک کې د لیکل شوو ژمنو په اساس، د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې له ښوونځي مخکي د تعلیماتي ټولګیو ایجادول هم شامل دي. د دغه پروګرام اساسي موخه د ۴ څخه تر ۶  کلنو پورې د ماشومانو ښوونه او روزنه ده، ترڅو ماشومان ښوونځي تګ ته چمتو شي. له ښوونځي مخکي د تعلیماتي پروګرام موده ۹ میاشتې ده او په هر ټولګي کې ۳۰ کسه زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې آسانتیاوي په پام کې نیول شويدي. په دغې موده کې حساب، دري، اسلامي تعلیمات، د انګلیسي ژبي وړوکي او غټ توري، انګلیسي حساب او تراني ماشومانو ته ښودل کیږي. د پروګرام په پیل کې هر زده کوونکي ته ۶ ټوکه کتاب، ۳ جلده کتابچې، پنسل، قلم تراش او پنسل پاک توزیع کیږي او همدارنګه  د هر ټولګې لپاره ۳۰ پایې څوکی، ۱۵ پایې میز، فرش، ترموز آب، تخته، تخته پاک او د ښوونکي لپاره میز او څوکی او نور د اړتیا وړ درسي توکي د موسسې له خوا چمتو کیږي.

 

دغه پروګرام د کابل په ولایت کې ۴ مرکزونه، ننګرهار ۳ مرکزونه، لغمان ۳ مرکزونه، کنړ ۳ مرکرونه، کاپیسا ۳ مرکزونه او بدخشان ولایت ۹ فعال مرکزونه لري چې ۷۵۰ زده کوونکو ته يې د زده کړو زمینه برابره کړي ده.

 

 

 

 

د موسسې په اړه

د افغانستان د زده کړو ځلانده ستوري موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د 11/9/1396 نیټې او 4388 شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او ر اجستر ده.


بشپړ مطلب
  •   328 شمیره کور، د قلعه فتح الله 6 سړک، کابل، افغانستان
  •   055 902 790 (0) 93+
  • info@sseoa.af