د سکالرشیپ پروګرام
د ښوونځيو ښځینه ښوونکو ته د تحصیلي بورسونو ورکړه هم د افغانستان ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې یو له هغو پروګرامونو څخه دی چې د پوهنې محترم وزارت او د دغې موسسې د هوکړه لیک له مخې، هغه برحاله او رسمي ښوونکې چې بکلوریا او فوق بکلوریا سند ورلري، د سکالرشیپ پروګرام له لاري، د لوړو زده کړو په موخه خصوصي پوهنتونونو ته د لیسانس دوري بشپړولو لپاره معرفی کیږي. د دغه پروګرام اساسي موخه د ښوونکو د وړتیاوو لوړول دي چې وکولای شي د ښوونې او روزنې له نوو او ستندر میتودونو سره آشنا او تدریس وکړي.
دغه پروګرام په کابل او کاپیسا ولایتونو کې اوسمهال تطبیق کیږي او ۱۳۵ ښوونکو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړيده، په روان کال کې۳۰ ښوونکي د کاپیسا ولایت او ۱۰۵ ښوونکې د کابل ولایت څخه د مریم خصوصي پوهنتون او د اداراک د لوړو زده کړو موسسې ته معرفي شوي چې د تعلیم او تربیه پوهنځی په بیلابیلو رشتو کې په زده کړو بوختې دي. د کابل ولایت له ۱۰۵ بورسیو څخه ۶۳ ښوونکې د پغمان ولسوالی، ۱۰ ښوونکې د شکردرې ولسوالی، ۲۵ ښوونکې د استالف ولسوالی او ۵ ښوونکې د چهار آسیاب ولسوالی څخه خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شويدي.
د یادونې وړ دی چې دغه بورسیه د لیسانس دورې تر پایه پورې دوام پيدا کوي او فیس يې د دغې موسسې او خصوصي پوهنتونونو د هوکړه لیک له مخې ورکول کیږي.