د کانکور آزموینې لپاره د چمتوالي پروګرام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې محترم وزارت او د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزې موسسې

  

د کانکور آزموینې لپاره د چمتوالي پروګرام

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې محترم وزارت او د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزې موسسې د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د زده کړو یو پروګرام د کانکور آزموینې لپاره د چمتوالي پروګرام دی چې پربنسټ يې د ښوونځيو د دولسم او یولسم ټولګیو ښځینه زده کوونکو لپاره، د کانکور آزموینې د چمتوالي مراکز رامنځته کیږي. د دغې برنامې اساسي موخه د زده کوونکو د پوهې او زده کړو کچه لوړول دي چې وکولای شي د کانکور آزموینه په بریالیتوب سره پای ته ورسوي. په دغه پروګرام کې ریاضیات، ساینسي علوم، ټولنیز علوم او د پښتو او دري ژبې د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو لخوا تدریس کیږي. د دغه تعلیمي پروګرام وخت هره ورځ (۲) ساعته ده او (۶) میاشتې دوام کوي. د درسونو په پیل کې د زده کړو یولس چپترونه زده کوونکو ته او یولس د کانکور آزموینې د چمتوالي لارښود، یو ټوک د کیمیا کتاب او یو ټوک د بیولوژي کتاب چې د موسسې لخوا په ځانکړي توګه چمتو او چاپ شوي، ښوونکو ته ویشل کیږي. همدارنګه په هره میاشت کې د زده کوونکو لپاره د اړتیا وړ قرطاسیه هم ویشل کیږي.

 

د کانکور آزموینې لپاره د چمتوالي پروګرام د کابل په ولایت کې ۴ مرکزونه، ننګرهار ۳ مرکزونه، لغمان ۲ مرکزونه، کنړ ۲ مرکرونه، کاپیسا ۲ مرکزونه او بدخشان ولایت ۶ فعال مرکزونه لري چې ۹۵۰ زده کوونکو ته يې د زده کړو زمینه برابره کړي ده.

 

د موسسې په اړه

د افغانستان د زده کړو ځلانده ستوري موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د 11/9/1396 نیټې او 4388 شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او ر اجستر ده.


بشپړ مطلب
  •   328 شمیره کور، د قلعه فتح الله 6 سړک، کابل، افغانستان
  •   055 902 790 (0) 93+
  • info@sseoa.af