د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام

د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام د افغانستان د ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې د زده کړو یو له هغه پروګرامونو څخه دی چې اساسي موخه يې

  

د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام

 

د سواد او حرفي د زده کړو پروګرام د افغانستان د ځلانده ستوري ښوونیزې موسسې د زده کړو یو له هغه پروګرامونو څخه دی چې اساسي موخه يې د هیواد په لرو پرتو سیمو کې هغو میرمنو ته چې د بیلابیلو ستونزو له امله پر دي ندي توانیدلي چې لیکل او لوستل زده کړي، د سواد  د زده کړو آسانتیاوي برابر شي. همدارنګه د حرفي زده کړه د دغې برنامې بله برخه جوړوي چې ښځینوو ته د شغل او کار د زده کړو آسانتیاوي برابروي چې میرمنې وکولای شي په خپل لاس د ځان بساینې  لور حرکت وکړي.

 

د غه پروګرام په کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې پلی کیږي چې ۲۵۹۰ میرمنو ته ته يې د سواد او حرفي د زده کړو آسانتیاوي برابري کړي چې شرحه يې په لاندې جدول کې لیدلای شئ:

 

شمیره

ولایت

 د مرکزونو شمیر

 د زده کوونکو شمیر

 کتنې

۱

کابل

۲۴

۸۴۰

 

۲

ننگرهار

۸

۲۸۰

 

۳

لغمان

۸

۲۸۰

 

۴

کنړ

۸

۲۸۰

 

۵

کاپیسا

۸

۲۸۰

 

۶

بدخشان

۱۸

۶۳۰

 

مجموع

۷۴

۲۵۹۰

 

 

 

 

د یادونې وړ ده چې د پروګرام په پیل کې زده کوونکو ته درسي توکي د موسسې لخوا چمتو کیږي او هره میاشت د اړتیا وړ قرطاسیه هم شاګردانو ته ویشل کیږي.

 

د موسسې په اړه

د افغانستان د زده کړو ځلانده ستوري موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د 11/9/1396 نیټې او 4388 شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او ر اجستر ده.


بشپړ مطلب
  •   328 شمیره کور، د قلعه فتح الله 6 سړک، کابل، افغانستان
  •   055 902 790 (0) 93+
  • info@sseoa.af