د عبدالسبحان مصباح ژوند لیک

ښاغلی عبدالسبحان مصباح د عبدالغفور زوی په ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د کابل ولایت د شکردري ولسوالی د حاجي پیک په کلي کې د نړی ته سترګي پرانستې دي، ثانوي دوره يي د کابل ښار د غلام حیدر خان په عالي لیسه کې پای ته رسولې ده.


 ښاغلی عبدالسبحان مصباح د عبدالغفور زوی په  ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د کابل ولایت د شکردري ولسوالی د حاجي پیک په کلي کې د نړی ته سترګي پرانستې دي، ثانوي دوره يي د کابل ښار د غلام حیدر خان په عالي لیسه کې پای ته رسولې ده. نوموړی په ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې شامل او په ۱۳۸۳ کال له دغه پوهنځې د لیسانس په کچه فارغ شوی دی. همدارنګه ښاغلي مصباح خپل ماسټري د جرم پيژندنې په برخه کې د آزاد اسلامي پوهنتون څخه ترلاسه کړي.
 مصباح د هیواد رسمي ژبو( پښتو او دری) څخه برسیره په انګلیسي او اردو ژبو بشپړ تسلط لري.
ښاغلي عبدالسبحان مصباح د هیواد په پوهنتونو کې د استاد او د حقوقو اوسیاسی علومو د دیپارتمنتونو د رئیس په توګه دندې ترسره کړيدي او همدارنګه ملی او نړیوالو ادارو کې کاري تجربه هم لري.
•      
•    د افغانستان د ځلانده ستوري موسسې اجرائیوي رئیس د ۱۳۹۷ کال د دلوي میاشت څخه تر دي مهاله
•    د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشت څخه د کب میاشتې پورې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د ټاکنو متخصص په توګه
•    د ۱۳۹۴ کال د مرغومې میاشت څخه تر دي مهاله د مصباح ماهر د حقوقي خدمات شرکت مؤسس او سلاکار په توګه
•    له ۱۳۹۷ کال څخه تر اوسمهاله د کاروان د لوړو زده کړو موسسې د ستر سلاکار په توګه
•    د ۱۳۹۱ کال تلې څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې د مصباح ساحل د حقوقي خدماتو شرکت د موسس او رئیس په توګه
•    د ۱۳۹۱ کال د وږي میاشت څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې په پروان ولایت کې د عدلي او قضايي دفتر PAE/CSSP ستر حقوقي سلاکار                      
•    د ۱۳۸۷ څخه تر  ۱۳۹۳ کال د سنبلي / وږي میاشت پورې د کاروان پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس او استاد په توګه (وروسته له وخت)
•    د ۱۳۸۹ کال له حوت څخه تر د ۱۳۹۱ سنبلې میاشت پورې د پروان عدلي او قضايي مرکز کې د (Global Hub Logistics)  دفتر ستر حقوقي سلاکار             
•    د ۱۳۸۸ کال سنبلې میاشت څخه تر ۱۳۸۹ کال پورې د افغانستان د حقوقي خدماتو موسسي(  ( LAOAمرستیال
•    د ۱۳۸۵ کال د ورې څخه تر د ۱۳۸۸ زمري میاشت پورې د مهاجرینو لپاره د ناروي دفتر حقوقي روزونکی
•    د ۱۳۸۳ کال لیندۍ څخه تر د ۱۳۸۵ کال ورې میاشت پورې د افغانستان د حقوق پوهانو اتحاديي د رئیس ځانګړی سلاکار او د بهرنیو اړیکو آمر
غړیتوب
•    په امریکا کې د مرکزي آسیا انستیتیوت د مدیره پلاوي غړی
•    د حمایت حقوقي شبکې د کميټې مسئول
•    د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې منتخب مرستیال
•    د افغانستان د تعلیمي او تحقیقاتي موسسې د مدیره پلاوي غړی
•    د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو د کمیټې غړی
•    د افغانستان د حقوقي خدماتو د موسسې د مدیره پلاوی غړی
تالیفات
•    د افغانستان په عدلي او قضايې سیستم کې وکالت، د ماسټری تیزس
•    " په افغانستان کې د شخړو د حل تګلاري" کتاب
•    "حقوق او وجایب" کتاب
•    د پروان عدلي او قضايې مرکز لپاره حقوقي لارښود

د موسسې په اړه

د افغانستان د زده کړو ځلانده ستوري موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د 11/9/1396 نیټې او 4388 شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او ر اجستر ده.


بشپړ مطلب
  •   328 شمیره کور، د قلعه فتح الله 6 سړک، کابل، افغانستان
  •   055 902 790 (0) 93+
  • info@sseoa.af