د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزه موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د ۱۱/ ۹/ ۱۳۹۶ نیټې او ۴۳۸۸ شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر ده.
د دغې موسسې د جوړیدو موخه د افغانستان په لري پرتو سیمو کې د افغان ښځو او انجونو د پوهې، تربیې او د هوسا ژوند لپاره د آسانتیاوو چمتو کول دي.
د افغانستان د ځلانده ستوري ښونیزه موسسې تل هڅه کړي چې د افغان ښځو او انجونو د پرمختګ لپاره د زده کړو فرصتونه رامنځته کړي، دغه بنسټ د هیواد په کابل، کاپیسا، ننګرهار، کنړ، لغمان او بدخشان ولایتونو کې د ښځو او انجونو د وړتیاوو لوړولو او توانمند کیدو په موخه روزنیزپروګرامونه، د سواد د زده کړو برنامه، د سولې ترویج او نورو بیلابیلو برخو کې دوامداره فعالیتونه ترسره کړي دي.
دغه موسسه په دي باور ده چې د ټولنې نیمايي برخې یعني د ښځو او انجونو له ښوونې او روزنې څخه پرته په افغانستان کې سوله او شګوفايي ناشونې ده، له همدې امله په هیواد کې د افغان میرمنو او انجونو لپاره د تعلیمي او هوسا ژوند د مهارتونو د زده کړود آسانتیاوو رامنځته کول، زموږ ماموریت ده