تقویتي پروګرام

د زده کوونکو لپاره تقویتی پروګرام د افغانستان ځلانده ستورې موسسې یو له هغو تعلیمي پروګرامونو څخه دی

 

 

تقویتي پروګرام

 

د زده کوونکو لپاره تقویتی پروګرام د افغانستان ځلانده ستورې موسسې یو له هغو تعلیمي پروګرامونو څخه دی چې کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې تطبیق کیږي. د دغه پروګرام اساسي موخه په ریاضیاتو، د کمپیوتر مهارتونو او انګلیسي ژبي زده کړه کې د زده کوونکو وړتیاوو لوړل دي.

 

د تقویتي پروګرام ټولګي د ښوونځيو په وړاندیز او اړتیا له مخې رامنځته کیږي او د یو کال لپاره دوام مومي، تقویتي پروګرام په کابل کې ۶ مرکزونه، ننګرهار کې ۴ مرکزونه، لغمان کې ۳ مرکزونه، کنړ کې۳ مرکزونه، کاپیسا کې ۳ مرکزونه او بدخشان ولایت کې ۹ مرکزونه لري او د ۶۷۱۷ زده کوونکو ته يې د زده کړي آسانتیاوي برابري کړيدي. په دغه ښوونیز پروګرام کې رضیات له حساب څخه پیل تر الجبري عالي پوري د مجربو و مسلکي استادانو لخوا تدریس کيږي.

 

همدارنګه د انګلیسي ژبي د زده کړو کورسونو کې چې یو کال دوام کوي پنځه کتابه ( اکیف ۱، لومړی انترکم څخه تر څلورم انترکم پورې بشپړوي او د کامپیوټر په څانګه کې د دغې برنامې زده کوونکو ته ویندوز، ورډ، اکسل او د پاور پاینټ زده کړي ورکول کیږي.

 

د یادونې وړ ده چې د پروګرام په پیل کې زده کوونکو ته درسي توکي د موسسې لخوا چمتو کیږي او هره میاشت د اړتیا وړ قرطاسیه هم شاګردانو ته ویشل کیږي.

 

د موسسې په اړه

د افغانستان د زده کړو ځلانده ستوري موسسه یو غیر انتفاعی، غیر دولتي او غیر سیاسي بنسټ دی چې د 11/9/1396 نیټې او 4388 شمیره جواز سره د هیواد په اقتصاد وزارت کې ثبت او ر اجستر ده.


بشپړ مطلب
  •   328 شمیره کور، د قلعه فتح الله 6 سړک، کابل، افغانستان
  •   055 902 790 (0) 93+
  • info@sseoa.af